د چیلي په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۶۴ کسان مړه شوي او سلګونه نور لادرکه دي

د مرکزي چیلي په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شوي او سلګونه نور لادرکه دي. د چیلي ولسمشر ویلي؛ احتمال لري چې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ تر اوسه ۶۴ کسانو په ځنګل کې د اور لګېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور لادرکه دي.

په وژل شویو کسانو کې هغه ټپیان هم شامل دي، چې د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې.
د چیلي چارواکو په خبره؛ د دې اورلګېدنې له امله زرګونه کورونه زیانمن شوي او یوازې په والپارېسو سیمه کې څه باندې درې زره کورونو اور اخیستی دی.
چارواکي همدا راز زیاتوي، چې د اور وژلو او بېړنیو مرستو لپاره هڅې روانې دي.
دغه سیمه نږدې یو میلیونه اوسېدونکي لري او اور وژونکي د چورلکو او لاریو په کارولو سره هڅه کوي د اور د پراخېدو مخه ونیسي.