د امریکا د برید په اړه د بغداد رسمي غبرګون: دغه بریدونه د عراق له واکمنۍ څخه سرغړونه ده
د عراق د وسلهوال پوځ ویاند یحیی رسول ویلي، دغه بریدونه د بغداد د واکمنۍ د کمزوري کولو او په بغداد کې د سولې او ټیکاو په راوستو کې د دغه هېواد د هڅو شنډولو په مانا دي.
تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندې لهخوا پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د واشنګټن پر وخت د مازدیګر پر ۴:۰۰ بجو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پورې تړلو ملیشو پر وړاندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د خبر پاڼې په وینا، د امریکا پوځي ځواکونو له ۸۵ ډېرې موخې په نښه کړې وې.
خبرپاڼې کاږلي و، چې په دغو بریدونو کې له ۱۲۵ بېلابېلو بمونو کار اخیستل شوی و.
له بل پلوه د امریکا د ملي دفاع وزیر ویلي، چې دغه بریدونه په اردن کې د امریکایي سرتېرو د وژنې غبرګون پیل دی.