په کېنیا کې د ګازو نل لیکې په چاودنه کې دوه کسه وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي

د کېنیا چارواکو اعلان کړی، چې د ګازو په یوه شرکت کې د چاودنې له امله دوه کسه وژل شوي او تر ۲۲۲ ډېر بیا ټپیان دي. د کېنیا د حکومت ویاند وایي، دغه چاودنه تېره شپه په نایروبي ښار کې شوې چې د دغه شرکت ودانۍ یې سخته ویجاړه کړې ده.

د اسحاق مواورا په وینا، د دغې چاودنې له امله د لګېدلي اور لمبې نورو سوداګریزو سیمو او استوګنځایونه ته هم رسېدلې دي.

د کېنیا سره صلیب ویلي، چې ژغورونکې ډلې ۲۷۱ کسان روغتونونو ته لېږدولي دي.