د پاکستان پوځ: په شمالي وزیرستان کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو وسله‌وال ووژل شو

د پاکستان د پوڅ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنورۍ په ۲۹مه د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل، چې له وړاندې په کې د مخالفو وسله‌والو د پټېدو راپور ورکړل شوی و.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته شوې چې په پایله کې يې يو وسله‌وال وژل شوى دى.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وژل شوي وسله‌وال د بې ګناه ولسي خلکو د هدفي وژنې په ګډون په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له وژل شوي کس څخه ځینې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي او په وینا یې په سیمه کې د نورو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات روان دي.