افغان اعتراض کوونکو ښځو د دوحې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۸

د افغانستان د ملي یووالي ډلې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ښځو د بلنې هرکلی وکړ او له طالبانو سره یې د تعامل د نه کولو غوښتنه وکړه.

دغې ډلې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو اعمالو ځواب ویوونکي وي.

د دې خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې باید د دوحې د غونډې ګډونوال د بنسټونو له اغېزمنو استازو څخه وټاکل شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره چې د طالبانو د حضور له امله رامنځته شوی، باید عملي او قطعي تصمیمونه ونیول شي.

د ښځو چارو فعالانو هم د دوحې په غونډه کې چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۲۹مه جوړه شي، له ګډونوالو وغوښتل چې طالبان دې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې وساتي.

د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د ملګرو ملتونو له غړو څخه غواړو چې د افغانانو او ښځو له وژونکو سره تعامل ونه کړي، هغوی په رسمیت ونه پېژني او د هغوی د منزوي کولو او د فشار راوړلو لپاره نوي او سخت بندیزونه وضع کړي."

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ او ۳۰ په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

طالب چارواکو ویلي، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې استازي بلل شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د انتونیو ګوتریش په کوربه توب د ثور میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو سیاسي ډلو استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو