بایډن: په اردن کې د ایراني ملاتړو ملېشو په برید کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي دي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید چې درې امریکايي پوځیان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي، د ایران ملاتړې ملېشې یې مسوولې بللې دي.
بایډن د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) په یوه بیان کې وویل: "په داسې حال کې چې موږ لا هم د دې برید په اړه معلومات راټولوو، موږ پوهیږو چې دا برید د ایران په ملاتړ سخت دریځو ملېشو چې په سوریه او عراق کې فعالیت کوي ترسره کړی دی."
دا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې د امریکايي پوځیانو لومړنی زیان دی او د بایډن په وینا دا برید د شنبې په شپه شوی دی.
د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې هغه زیاته کړې: "موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو او په دې کې شک نه شته چې موږ به د ټولو هغو کسانو سره حساب ولرو، چې په دې پېښه کې مسوول بلل شوي."
بایډن په بیان کې د ټپي شویو سرتېرو شمېر نه دی ښودلی؛ خو سي این این تلویزون ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه ۲۲ سرتېري ټپیان شوي دي.
سي این این په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د جمعې تر ورځې پورې په عراق او سوریه کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر مرکزونو له ۱۵۸ زیات بریدونه شوي؛ خو د دغه هېواد چارواکو د ډرون، راکټونو او توغندیو پرله پسې بریدونه ناکام بللي دي.
همدا راز امریکايي رسنیو لیکلي، چې دا څرګنده نه ده چې ولې هوايي دفاع د ډرون په مخنیوي کې پاتې راغلې.
له ای بي سي نیوز سره په مرکه کې د امریکا د مشترکې قوماندانۍ قوماندان ویلي، چې د امریکا د دندې یوه برخه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې په منځني ختیځ کې څه پېښیږي او تاوتریخوالی نه زیاتوي.