سیمه ییزې سرچینې: هغه اته میرمنې چې دشت برچي کې نیول شوې وې تر اوسه نه دي خوشې شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۸

د کابل له لویدیځ څخه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه اته ځوانې مېرمنې چې تېره اونۍ په دشت برچي سیمه کې نیول شوې وې، تر اوسه خوشې شوې نه دي.

سرچینه وایي؛ طالبانو یاد شمېر مېرمنې د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په څلورمه نیټه د کابل په اتلسمه حوزه کې د مهدیه له ښارګوټي بیولي دي.
د سرچینې په خبره؛ د دغو مېرمنو د خوشې کېدو لپاره د هغوی د کورنیو هڅې کومې پایلې ته نه دي رسیدلې.
د سیمې خلک وایي؛ طالبان د جمعې او شنبې په ورځو هم د ښځو او نجونو د نیولو په موخه د کابل لویدیځ ته ورغلي وو.
د دوی په وینا؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت دغو نیونو د خلکو تر منځ ویره خپره کړې ده.
تر اوسه طالبانو د دغو ځوانو نجونو او ښځو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو ویاندویانو مخکې ویلي وو، هغه مېرمنې چې د حجاب په اړه د دوی امر نه مني د لنډې مودې لپاره نیول کیږي او له لارښوونې وروسته بېرته خوشې کیږي.
له دې سره د کابل ښار اوسېدونکي وایي، چې طالبانو په وروستیو اونیو کې د بې حجابۍ په پلمه یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي.
افغانستان انټرنشنل په تېرو څو ورځو کې ځیني ویډیوګانې خپرې کړې، چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې په ګواښمنه توګه د ښځو نیول یې مستند کړي دي.
د یادولو ده، چې یوناما وایي د حاکمې ادارې چارواکو د کابل په لویدیځ کې چې هزاره مېشته سیمه ده او خیرخانه چې تاجک مېشته سیمه ده، یو شمېر مېرمنې نیولې دي.

نور خبرونه

رادیو