ترکیې ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره د موافقې سند امریکا ته واستوه

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې دغه هېواد په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د منلو سند امریکا ته استولی دی.

په دې سند کې ترکیې په رسمي ډول د شمالي اټلانټیک د تړون په سازمان (ناټو) کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه کړې ده.

د ترکیې له منظورۍ وروسته امریکا هم پر انقرې د F-16 جنګي الوتکو د پلورلو اعلان کړی.

ترکیې د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې د خپل هوايي ځواک د عصري کولو لپاره د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکايي جنګي الوتکو او نور تجهیزات د پیرلو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد کانګرس ته د یوه رسمي لیک په استولو سره پر ترکیې د ۴۰ اف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د پلورلو او د ۷۹ اف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د عصري کولو په اړه خپل موافقت اعلان کړی دی.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، که د امریکا د کانګرس له لوري اعتراض ونه شي، په ۱۵ ورځو کې به پر ترکیې د ۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۴۰ ایف - ۱۶ جنګي الوتکو د پلورلو بهیر پیل شي.