د امریکا په الاباما ایالت کې د لومړي ځل لپاره د نایتروجن د ګازو پر مټ یو کس اعدام شو
د امریکا په الاباما ایالت کې د لومړي ځل لپاره یو کس په یوې نوې بڼې د نایتروجن د ګازو په کارولو سره اعدام شو. د اعدام دغه بڼه «د اعدامولو تر ټولو بې درده» بڼه یاده شوې، چې د کنټ اسمېټ لپاره چې په اعدام محکوم شوی و کارېدلې ده.
د چارواکو په وینا، ښاغلی اسمېټ چې په ۱۹۸۸ کال کې د یو قتل په جرم په اعدام محکوم شوی و په ۲۰۲۲ کال کې د «د وژونکې پېچکارۍ» له کارولو وروسته روغ پاتې شوی و.
چارواکي وايي، له « وژونکې پېچکارۍ» څخه د نایتروجن ګازو پر مټ اعدامول غوره لاره ده او کېدای شي د هغې بڼې پر ځای دغه نوې بڼه وکارول شي، چې له څلورو لسیزو را په دې خوا په امریکا کې کارېدله.
د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو او د ښاغلي اسمېټ وکیلانو غوښتل چې د دغې بڼې اعدامولو مخه ونیسي، ځکه هغوی ویل چې دغه یوه ازمیښتي بڼه ده او کېدای شي، چې د دردوونکې مړینې او یا «د نا مرګونو زخمونو» لامل شي.
کنټ اسمېټ په ۱۹۸۸ کال کې د ۴۵ کلنې الیزابېت سمېټ د وژلو په تور په اعدام محکوم شوی و.
هغه او د هغه ملګرو هر یو د دغې مېرمنې په وژلو کې زر، زر ډالره د هغې له خاونده تر لاسه کړي وو.