د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د سلواغې په ۲۹ مه ترسره کیږي

د ملګرو ملتونو ویاند وایي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب کوي.

اتفان دوجاریک همدا راز زیاته کړه، د افغانستان په چارو کې د بېلابېلو هېوادونو استازي په دې غونډه کې برخه اخلي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د دوحې د غونډې موخه د افغانستان پر وړاندې د بېلابېلو هېوادونو تګلاره او د دې هېواد په اړه په خپلواکه توګه ارزونه ده.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لومړۍ ناسته په دوحه کې د انتونیو ګوترېش په کوربتوب د ثور میاشتې په یوولسمه او دولسمه نېټه ترسره شوه.
په دې غونډه کې هم د امریکا، اروپایي اتحادیې، روسیې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
دې غونډې ته د طالبانو استازي او د دې ډلې سیاسي مخالفین غوښتل شوي نه وو.
انتونیو ګوترېش د غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو هڅه وکړه چې د افغانستان په اړه ګډ دریځ غوره کړي.
خو ځینو ګډونوالو د دوحې په ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ د اختلافاتو د شتون خبر ورکړی و.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف چې د دوحې په غونډه کې ګډون کړی و، ویلي وو، چې د سیمې او لویدیځ ترمنځ د نظر اختلاف له امله دغې ناستې کومه پایله نه درلوده.
تر دې وړاندې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د افغانستان په اړه غونډو کې ښځو ته هم د برخې اخیستو اجازه ورکړي.
ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د دوحې له دویمې غونډې مخکې په کابل کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي جلا غونډه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د سویلي اسیا د چارو عمومي مشر رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې کابل به راتلونکې اونۍ د ایران، پاکستان، روسیې او چین د استازو د سیمه ییزې غونډې کوربه وي.