ډیلي مېل: کندهار کې د یوې امریکايۍ استادې د جسد موندل شوې برخې د هغې کورنۍ ته سپارل شوي

ډیلي مېل راپور خپور کړی، چې له ۱۵ کلونو وروسته په کندهار کې د سېډني مېزل په نوم د یوې امریکایۍ استادې هډوکي موندل شوي او کورنۍ ته یې سپارل شوي دي. دغه امریکایۍ استاده له خپل موټر چلوونکي سره یوځای په ۲۰۰۸ کال کې تښتول شوې او بیا وژل شوې وه.

ویل شوي، د دغې استادې تر تښتونې وروسته د کندهار ښار په ډېرو واټونو کې د هغې د پتې موندنې په سر د انعام د ورکړې بېلبورډونه هم لګېدلي وو.

امریکا د هغې د پتې د موندنې په سر پنځه مېلیونه ډالر انعام ټاکلی و.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، دغه امریکایۍ استاده د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ میاشت کې د خپل موټر چلوونکي محمد هادي سره له کندهاره تښتول شوې وه.

د ډیلي مېل په وینا، ۵۰ کلنې سېډني په کندهار پوهنتون کې د انګرېزۍ ژبې او ګلدوزۍ او خیاطۍ درس ورکاوه او هغې درې کاله په افغانستان کې وخت تېر کړی و.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، تېرکال د هغې د هډوکو ځینې برخې د امریکا د اېف بي ای موندلې وې؛ خو دغې ادارې دغه مالومات نه وو افشا کړي.

د ځینو امریکایي چارواکو په وینا، هغه د طالبانو له‌خوا تښتول شوې وه؛ خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.