د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند امریکا ته د منلو وړ نه دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل وایي، چې د افغانو ښځو پر وړاندې د طالبانو روان چلند د بشري حقونو خلاف عمل دی او دوی ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي په یوې خبري غونډې کې د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مرضیې حسیني د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا حکومت هره ورځ طالبانو ته اته میلیونه ډالره ورکوي او د ملګرو ملتونو وروستي راپور هم تایید کړې، چې طالبان د قومیت په اساس افغان ښځې نیسي؛ نو ایا دغه پیسې کولی شي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نور هم سخت کړي؛ وویل، چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د امریکا لپاره په یوه لویه اندېښنه بدله شوې ده.
نوموړی وایي: "مونږ په طالبانو غږ کوو، چې له ښځو سره ستاسو چلند ستاسو د رسمیت پېژندلو په خلاف دی او دا مونږ ته د منلو وړ نه دی."
ښاغلي پټېل همدا راز زیاته کړه؛ ځیني تدابیر نیول شوي تر څو امریکا مطمینه شي، چې بشردوستانه مرستې یې د طالبانو لاس ته نه ورځي.
دا په داسې حال کې ده، چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې طالبان د هېواد له بېلابېلو برخو یو شمېر ښځې د بې حجابۍ په تور نیسي او نامعلومو ځایونو ته یې بیایي.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې دغه ښځې د قومیت په اساس نیول کیږي، چې ډېری یې تاجک او هزاره مېرمنې دي.
د یادولو ده، چې پر امریکا د طالبانو د ملاتړ تورونه دي؛ خو امریکا وایي چې هره اونۍ د بشردوستانه مرستو په موخه افغانستان ته پیسې لېږي.

نور خبرونه

رادیو