د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: د بروکسل د خبرو موخه د برمته شویو وګړو د خلاصون هڅه ده
د اسراييل د بهرینو چارو وزیر يسراييل کاتز ویلي، چې بروکسل ته د ده د سفر او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزيرانو سره د ليدنې موخه د حماس له خوا د يرغمل شويو بنديانو د بېرته خلاصون په اړه خبرې اترې دي.
هغه همدا ډول د حماس د له منځه وړلو په کمپاين کې د اسراییل د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
کاتز د مرکې پر مهال د يرغمل شويو کسانو عکسونه په لاس کې نيولي وو.
د اسراییل او فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې دي، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري .
تر دې وړاندې یو شمېر اروپايي چارواکو ویلي وو، چې د راتلونکو خبرو اترو اصلي تمرکز په سیمه کې د سولې د رامنځته کېدو د لارو چارو څېړل دي، چې په کې د «دوه دولتونه، دوه ملتونه» په نوم طرحه هم پکې شامله ده.