د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو د جاپان د کیودو خبري اژانس خبریال نیولی
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د استخباراتو له خوا د جاپان د کیودو خبري اژانس د خبریال احسان اکبري د نیول کېدو خبر ورکړی.
دغه مرکز د یکشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي څو د خبریالانو ځورول ودروي او له شرط پرته دې ژر تر ژره احسان اکبري خوشې کړي.
د یاد خبریال ورور سید امیر اکبري د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې احسان اکبري د سلواغې په ۲۷مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو تر احضاریدو وروسته ونیول شو.
نوموړي ویلي،، چې د ورور له نیول کېدو وه وېرځ وېروسته یې طالبانو د ښاغلي اکبري کمپيوټر او کمره هم اخستي دي.
ښاغلي اکبري له یوه کال راهیسې په کابل کې د کیودو له خبري اژانس سره دنده تر سره کوله.
احسان اکبري په داسې حال کې د طالبانو له خوا نیول شوی چې د سلواغې په ۲۸مه دوه نور خبریالان جواد رسولي او عبدالحق حمیدي هم د دغې ډلې له خوا نیول شوي و او تیره ورځ بیرته خوشې شول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز وویل، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت شوې چې ۶۱ یې د خبریالانو نیول دي.