په عراق کې امریکايي سرتیري د دماغي زخمونو لپاره ارزول کیږي

د امریکا د مرکزي قوماندې د یوې اعلامیې له مخې؛ په عراق کې امریکایي سرتېري وروسته له هغه چې د ایران ملاتړو ملېشو د عراق په لویدیځ کې د الاسد په هوايي اډه د بالستیک توغندیو او راکټونو برید وکړ؛ د احتمالي دماغي زخمونو په موخه یې طبي ارزونه کیږي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د جنورۍ پر ۲۰ د شنبې په ورځ د ماښام په ۶:۳۰ بجو څو بالستیک توغندي پر دغه اډه لګیدلي دي.

اعلامیه کاږي:‌ "ډېری توغندي د اډې د هوایي دفاعي سیسټمونو له خوا شڼډ شوي؛ خو ځینو نورویې بیا دغه اډه زیانمنه کړې ده."

د امریکا د مرکزي قوماندې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د زیانونو ارزونه روانه ده او یو شمېر امریکايي سرتېري د دماغي زخمونو له پلوه ارزول کیږي.

په عراق کې اسلامي مقاومت نومې اورپکې ډلې چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي؛ د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، کوم چې د عراق له خاورې ترسره شوی دی.

دا برید د اکټوبر له میاشتې راهیسې د ترسره شويو ۱۴۰ بریدنو له ډلې تر ټولو لوی بلل کیږي.

دا بریدونه د ځینو څارونکو په اند د اسراییل - حماس جګړې په جریان کې د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په موخه ترسره کیږي.