حوثیانو د عدن په خلیج کې پر یوې امریکايي بېړۍ د توغندي د برید خبر ورکړی
په یمن کې د حوثیانو پر پوستو د امریکا د یوه بل برید په اړه د راپورونو له خپرېدو څو ساعته مخکې، دغې ډلې وویل چې دوی په «مستقیم او دقیق ډول د امریکا یوه بار وړونکې بیړۍ» په نښه کړې ده.
سنټکام هم د متحده ایالاتو اړوند «جنکو پیکارډي» کښتۍ باندې د برید پخلی کړی دی.
په یوه بیان کې، د حوثي ملیشو ویاند، یحیی سريع، دا کښتۍ د «جنکو پیکارډي» په نوم اعلان کړه او زیاته یې کړه: «سمندري ځواکونه به یې په سور سمندرګي او عمان کې د ګواښونو ټولې سرچینې په نښه کړي.»
تر دې مخکې د ایمبري شرکت خبر ورکړی و، چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ لروونکې یوه بار وړونکې کښتۍ بې پیلوټه الوتکې د عدن په بندر کې تر برید لاندې راوستې.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ دفتر سنټکام اعلان وکړ چې د چهار شنبې په شپه د صنعا په وخت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه یوې بې پیلوټه الوتکې د مارشال ټاپوګانو بیرغ لروونکې «جینکو پیکارډي» د امریکا اړونده کښتۍ یې د عدن په بندر کې په نښه کړه.
د سنټکام په وینا، په دغه برید کې د کوم زیان خبر نه دی ورکړل شوی. لږ زیان رسیدلی، خو د «جینکو پیکارډي» کښتۍ کولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي.