حالوش د ایران پر سیستان او بلوچستان سیمو د توغندیز برید خبر وکړ
حالوش خبري اژانس چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، د ایران پر دغه ولایت د توغندیز برید خبر ورکړی دی. حالوش لیکلي چې د «سروان په ښار کې یو شمېر کورونه» د «نامعلومه توغندیو» له خوا ویشتل شوي دي. ځینو راپورونو پر ایران د پاکستان د برید خبر ورکړی.
يو شمېر پاکستاني خبریالاو هم نن پنج شنبه (د مرغومي ۲۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستاني پوځ له لوري د ایران په سروان کې د بلوچ بیلتون غوښتوونکو په ځینو مرکزونو بریدونه شوي.
د پاکستان او ایران حکومتونو تر اوسه پورې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.
وړمه ورځ سې شنبه (د مرغومي ۲۶مه) تسنیم خبري اژانس چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند اژانس دی، د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (د مرغومي ۲۷مه) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بریدونو کې چې د دغه هيواد د بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه شوي دوه ماشومان وژل شوي او درې ماشومانې ټبیانې دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي چې د پاکستان پر حاکمیت شوی برید په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی او ایران یې باید ځواب ته په تمه شي.
وروسته له هغې چې ایران د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر خاوره خپل هدفونه په نښه کړل، چین پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې باید له زغم کار واخلي او له کړکېچ زیاتوونکو ګامونو ډډه وشي.