رحمت الله نبیل: ښايي ۲۰۲۴ د پاکستان لپاره د 'خپل کرلي فصل د رېبلو' کال وي
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د ایران له لوري وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې «۲۰۲۴ به د پاکستان لپاره ډېر ګواښوونکی کال وي.»
ایراني رسنیو پرون سې شنبې (د مرغومي ۲۶مه) ناوخته راپور ورکړی چې د ایران بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د پاکستان په بلوچستان کې د (جیش العدل) مرکزونه په نښه کړي.
رحمت الله نبیل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان دا مهال «هم په کور دننه په جګړه کې ښکېل دی او هم یې له ګاونډیانو سره اړیکې خړې پړې دي.»
نبیل د ایران د بریدونو تر څنګ د هند تر ولکې لاندې کشمیر پونچھ سیمې ته په اشارې ویلي چې هلته هم امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی، «په پونچھ او هلته ځینو نورو سیمو کې ترهګریز حرکتونه زیات شوي او په نږدې راتلونکي کې د هند دننه د یو لړ ترهګریزو بریدونو احتمال شته، که چیری دا بریدونه تر سره شي نو د هند غبرګون به ډیر توند وي.»
تسنیم خبري اژانس چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند اژانس دی، د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.
جیش العدل د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد وسله واله اسلامپاله ډله ده، چې ځان د سنیانو د حقونو مدافع ګڼي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې چې د دې هيواد د بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه شوي دوه ماشومان وژل شوي او درې ماشومانې ټبیان دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي چې د پاکستان پر حاکمیت شوی برید په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی او ایران یې باید ځواب ته په تمه شي.
ایران وړمه شپه ناوخته هم د عراق په کردستان او د سوریې په ځینو سیمو کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه وکړل.
د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې یې په عراق او سوریه کې د موساد یا د اسراییل د جاسوسي ادارې او د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.