عراق پر اربیل د ایران د سپاه پاسداران د برید په اعتراض کې د م، م امنیت شورا ته شکایت وکړ

عراق د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دغه هیواد په کردستان سیمه باندې د ایران د سپاه پاسداران د توغندیز برید په اعتراض کې شکایت وکړ. په دغه شکايت کې پر عراق د ایران بريد غندل شوی، او هغه یې د دغه هېواد د خلکو د امنیت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه «څرګنده سرغړونه» بللې.

سپاه پاسداران تېره ورځ اعلان وکړ چې د عراق په کردستان سیمه کې یې د موساد یو مهم مرکز د بالستیک توغندیو په توغولو په نښه کړی.
سپاه پاسداران وویل چې دغه برید یې په منځني ختیځ کې د خپلو یو شمیر قوماندانانو او همدارنګه د ایران د ملګرو په وړاندې د اسراییل د «جرمونو» په ځواب کې کړی.
د کردستان د امنیت شورا ویلي، چې د ایران د توغندیو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د عراق بهرنیو چارو وزارت له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی او په اربیل کې یې د ایران برید غندلی دی.