د نوي زیلاند په پارلمان کې ایراني ټبرې وکیلې د «غلا» په تور استعفا ورکړه

د نوي زیلاند د پارلمان وکیلې ایراني ټبرې گلريز قهرمان له هغې وروسته چې د اوکلنډ په ښار کې د یوه پلورنځي څخه په غلا تورنه شوه له دندې استعفا وکړه او ویې ویل، هغه څه یې چې کړي په ټوله مانا یې د مسوولیت منلو ته تیاره ده.

پر مېرمن قهرمان تور دی، چې له یوه پلورنځي څخه یې د لوړې بیې جامې او بوټونه غلا کړي دي.
هغې له هغه مهاله چې تور پرې پورې شوی، په لومړنیو عمومي څرګندونو کې وویل: «ما ته روښانه ده، چې زما رواني سلامتیا زما د کارونو تر فشار لاندې ده او همدا لامل و، چې داسې څه وکړم چې زما د شخصیت سره اړخ نه لګوي. زه نه غواړم خپله کړنه توجیه کړم؛ خو غواړم چې په اړه یې وضاحت ورکړم.»

د هغې له تورنېدو وروسته د پوبیسو او د نوي زیلاند د شین ګوند ویاندویانو ویلي، چې د دغې پېښې په پلټلو بوخت دي.