صالح: امریکا غواړي له افغانستان سره کړی خیانت یوازې د ښځو تر بندیزونو محدود کړي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ د بایډن حکومت به د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو دروغو په کتاب کې ووایي، چې د افغانستان یوازینۍ ستونزه د ښځو محدودیتونه وو.

صالح د سې شنبه په ورځ (د مرغومې ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي؛ امریکا غواړي د افغانستان پر وړاندې خپل خیانت حداقل ته ورسوي او غواړي له افغانستان سره تر سره شوی خیانت یوازي د ښځو تر بندیزونو محدود کړي.
د نوموړي په وینا؛ امریکا له بېلابېلو لارو د بشردوستانه مرستو په نوم د طالبانو ملاتړ کوي.
ښاغلي صالح د عزیزي بانک د مشر له لوري په افغانستان کې د لس میلیاردو ډالرو پانګونې په ته په اشارې زیاته کړ چې امریکا له دې لارې د طالبانو لاسنیوی کوي."
امرالله صالح وایي،، چې د عزیزي ېبانک مشر میرویس عزیزي د افغان سولې په برخه کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد نږدې ملګری دی او عزیزي د پیسو مینځلو په برخه کې ځانګړي تجربه لري.
د نوموړي په خبره هېڅ یوه معتبره اداره د عزیزي بانک مشر د میلیونر توګه نه پيژني خو اوس د طالبانو د عادي کوه لو او د نشه یی توکو د پیسو د مشروعیت لپاره لابي کوي.
نوموړی وايي:((د جمهوریت نسکوریدو هغه وژغوره او اوس هغه تر هیڅ فشار لاندې نه دی چې د عامو افغانانو 600 ملیون ډالر په سختۍ سره ترلاسه شوي زیرمې بیرته ورکړي.))
امرالله صالح دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په امریکا کې ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي دي.
د امریکا ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته نوماند او مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له افغانستانه په بیړه د امریکایی عسکرو وتل یوه تیروتنه وه او بګرام هوایي اډه باید ساتل شوې وای.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا تل په تینګار سره ویلي، چې د طالبانو پروړاندې به پوځي اقدام ونکړي او د هغوی ماموریت په افغانستان کې ختم شوی دی.