د روغتیا نړۍوال سازمان: روان میلادي کال به د نړۍ ۱۶۶ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍوالې بسپنې راجلبولو په ناسته کې ویلي، چې روان زیږدیز کال به په نړۍ کې ۱۶۶ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د نوموړي په خبره؛ دغو شمېرو ته په کتو بیا د مرستو د دې بهیر لپاره ۱.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
ښاغلي ادهانوم همداراز زیاته کړې، چې د روغتیا نړۍوال سازمان هڅه کوي روان کال ۸۷ میلیونه خلکو ته روغتیایي مرستې ورسوي.
یاد سازمان تېر کال د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې یوازې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۳ میلیونه وګړو بېړنیو مرستو ته اړتیا درلوده او په ۲۰۲۳ کال کې بیا دا شمېر ۱۶سلنه لوړ شو.
د بېلابېلو نړۍوالو سازمانونو په باور، ډیری اړمن کسان ښځې او ماشومان دي.
له ناوړه بشري وضعیت سربېره، ډېری خلک د روغتیایي ګواښونو له لوړې کچې سره مخامخ دي او د روغتیا نړیوال سازمان وايي؛ دې برخه کې خپلو خدمتونو ته همداراز دوام ورکوي، په دې شرط چې د هېوادونو مالي ملاتړ هم ولري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنه راپورته کړې ده او دا اندېښنې پر ښځو د سختو بندیزونو له امله څو برابر زیاتې شوې دي.
له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر دغې ډلې نړیوال بندیزونه هم په افغانستان کې د بشري وضعیت د ناورین لامل شوی دی.