طالبان: پر یمن د امریکا او بریتانیا لهخوا بمبارۍ په کلکه غندو
طالبانو پر یمن د امریکا او بریتانیا د برید په غبرګون د دغې ډلې خبرپاڼه خپره کړې چې پکې راغلي، دغه کړنه د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکېچ د لا پېچلتیا لامل کېږي او د منځني ختیځ او د سيمې ټولو هېوادونو امنيت او ټیکاو یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو تېریو او ناکامیو څخه عبرت واخلي.
خبرپاڼه کې راغلي:« له بده مرغه سيمهييز او نړۍوال اغېزناک دولتونه ونه توانېدل، چې په غزه کې د صیهونيستي رژيم لهخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د ګټورو اقداماتو نشتوالی د دې لامل شو، چې نورو هېوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په نا امنۍ او بېثباتۍ کې ښکېل کړي.»
دغې ډلې پر غزې او یمن د بریدونو په غبرګون لیکلي:« د اسراییل جنایاتو له ملاتړه را نیولې د یمن تر بریده پورې ټولې کړنې غیر انساني، پاروونکي او په مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تېری دی.»
خبرپاڼې د امریکا او بریتانیا له ولسونو غوښتي، چې خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته پرېنږدي.
خبرپاڼه کې راغلي:« د افغانستان اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو څخه غواړي، چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.»
تر دې وړاندې د یمن سره تړلې د المسیره شبکې رپوټ ورکړی و، چې امریکايي او بریتانوي ځواکونه پر صنعا د بریدونو په حال کې دي.
د یمن حوثیانو د امریکا او بریتانیا د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د دغو بریدونو غچ به اخلي او لندن او واشنګټن به د هغې «درنه بیه پرې کوي.»
پر یمن د امریکا او بریتانیا په بریدونو کې هالنډ، کاناډا، اسټرالیا او بحرین لوژیستیکي او اطلاعاتي ملاتړ کاوه؛ خو اېټالیا، اسپانیا او فرانسې په دغو بریدونو کې له برخې اخیستلو ډډه کړې.