اردوغان: امريکا او بريتانیا هڅه کوي سور سمندرګی «د وينو په سمندرګي» بدل کړی
د ترکیې ولسمشر په يمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا او بریتانیا بريد « د قوت څخه ناسمه ګټه اخيستنه» وبلله. رجب طيب اردوغان وويل، امريکا او بريتانيا دا مهال په خپل ټول توان هڅه کوي، چې سور سمندرګی د « وينو په سمندرګي» بدل کړي.
د ترکيې د ولسمشر په وينا، دا بريدونه به په سېمه کې د امریکا او بريتانيا لپاره د « د ضروري جواب» پايله ولري.
ترکيه یمن کې په رسميت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي او همدا ډول د دغه حکومت او حوثیانو ترمنځ ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
انقرې تر دې مخکې پر سعودي عربستان د حوثيانو توغندیز بریدونه غندلي وو.
ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ده ته د بېلا ـ بېلو چینلونو له لارې خبر ورکړل شوی، چې د یمن حوثيانو د امریکا او برتانیا د بریدونو په وړاندې "بریالۍ دفاع او ځواب" ښودلی دی.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وویل، چې په يمن باندې د امريکا او بریتانیا له بريدونو وروسته ایران په دې هڅه کې دی، چې « څنګه کولای شي ځان د هغه څه څخه وژغوري، چې پېښيږي.»
امریکا او بریتانیا د پنجشنبې په شپه په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د الوتکو او جنګي بېړیو په واسطه لسګونه بریدونه وکړل.
تر دې وړاندي رسنیو خبر ورکړی و، چې نن شنبه ( د مرغومي ۲۳ مه) امریکا يو ځل بيا په يمن کې د حوثيانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.
سي اين این ليکلي، چې دا بريدونه يوازي د امريکا له خوا شوي دي.
دغه بریدونه د یمن د حوثيانو له خوا په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړيو د څو بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
حوثيانو ويلي دي، چې پر هغو بېړيو به بريدونه کړي، چې اسراييل ته ځي.
دوی زياتوي، چې په سور سمندرګي کې د دوی بريدونه د فلسطين په ملاتړ دي.