روسیې یو ځل بیا پر اوکراین د توغندیو پراخ بریدونه کړي

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، روسي ځواکونو د شنبې پر سهار د اوکراین بېلا بېلې سیمې د ۳۷ توغندیو او درېیو بې پيلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کړي. د توغول شویو ۳۷ توغندیو له ډلې ۸ هغه یې په هوا کې شنډ کړل شوي دي.

د روسيې له دغو بریدونو وروسته د اوکراین دفاع وزارت ویلي، چې د دوی پر خاوره د توغول شویو ۳۷ توغندیو له ډلې ۸ هغه یې په هوا کې شنډ کړي؛ خو دا چې دغه توغندي خورا چټک او پرمختللي وو، نو ځکه د نورو توغندیو په شڼډولو کې پاتې راغلي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې اوکرایني چارواکو تېره اوونۍ ویلي و، د توغندي بریدونو او راکټونو د شنډولو دفاعي هوايي سیسټم یې د ټول هیواد د دفاع لپاره بسنه نه کوي.

‏که څه هم د روسي ځواکونو د شنبې ورځې بریدونو کې د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه لا جزیئیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي، ۵ بیلابیلې سیمې تر بریدونو لاندې راغلي، چې په دې کې د اوکراین سویل ختیځ ته پروت ډنېپرو ستر ښار هم شامل دی.

‏په دې وروستیو کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د لوېدیځو هېوادونو له لوري دغه هېواد سره د نظامي مرستو پر ټکني بهیر نیوکه کړې ده. هغه ویلي، چې د هېواد پوځیانو ته يې پر خپل وخت د نظامي مرستو نه رسېدو روسي سرتېري زړور کړي او له دغه وضعیت د خپل ځان په ګټه کار اخلي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک کییف ته د خپل سفر پر مهال اوکراین سره تر ټولو ډېره کلنۍ مرسته، چې شاوخوا ۳ میلیارده ډالر کېږي، اعلان کړه.