یوناما د طالبانو له خوا د مېرمنو او نجونو د خپلسرې نیونې په تړاو خپله خواشیني څرګنده کړې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۱

وروسته له هغې چې په کابل او یو شمېر ولایاتو کې د طالبانو له خوا د بې حجابۍ په تور یو شمېر نجونې او مېرمنې ونیول شوې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» ویلي، چې د وروستیو پېښو په اړه په ژوره توګه اندېښمن دي.

یوناما نن په اعلامیه کې ویلي، چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې یې، په کابل او دایکنډي ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي، چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په پلازمینه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوې دي. همدا راز د دایکنډي ولایت په نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.

په اعلامیه کې یوناما د ناسم چلنداو له خبریدو پرته نیونو د پلټنې خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې د اجرايي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوې دي.

یوناما وړاندې وايي: “د دوی د خلاصون لپاره محرم، یا نارینه سرپرست را غوښتل شوی تر څو یو راتلونکی اجرایي ضمانت لاسلیک کړي، که نه له سزا سره به مخامخ شي. یوناما همدارنګه د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ددوی د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې”.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په حواله ویل شوي: ”په پلي کېدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکوونکی او خطرناک دي“.

نوموړې زیاته کړې: "توقیفونه له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان میرمنې له لا ډیر خطر سره مخامخ کوي او همداشان عامه باور له منځه وړي."

په ورته وخت کې یوناما ویره څرګنده کړې، چې د ښځو د ځپلو اوخپلسرو نیول کېدو د وېرې له امله به مېرمنې لا نورې انزوا سره مخ شي.

یوناما یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې افغانستان د یوه دولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړۍوالو سندونو غړی پاته شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پریکړه لیک هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې بېرته واخلي چې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ګټې اخیستو په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیت رامنځته کوي.

د نوي لمریز کال له پیله په کابل، غزني او بامیان ولایتونو کې طالبانو یو شمېر مېرمنې د بې حجابۍ په تور نیولې او ځینې یې له پلټنو او ضمانت اخیستو وروسته خوشې کړې؛ مګر ځینې یې لا هم لادرکه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې نیول شوې مېرمنو غوښتل چې په افغانستان کې بې حجابۍ ته کار وکړي او له یو شمېر بهرنیو کړیو څخه یې د دغه کار په موخه امکانات تر لاسه کول.

نور خبرونه

رادیو