اوچا: په افغانستان کې نېږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې نېږدې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه دفتر د اټکل له مخې؛ د افغانستان نېږدې نیمايي وګړي، چې ډېری یې ښځې دي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۰مه) په یوه بیان کې لیکلي، چې په افغانستان کې نازک اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو شدید نه خوندیتوب بهد ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې ۱۵،۸ میلیونه وګړي اغېزمن کړي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ ژورې بې وزلۍ، پرله پسې جګړې، طبیعي پېښې، د ماشومانو کار، په کم عمر کې ودونه، د مهاجرینو راستنېدل او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې خنډونه له ډېرو خطرونو سره تړلي دي.

په دغه اعلان کې راغلي، چې په دغه هېواد کې ۶۵ سلنه کورنۍ په ۲۰۲۳ کال کې له اقتصادي ځوړ سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې؛ ښځې په افغانستان کې د نفوسو تر ټولو زیانمنې ډلې دي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له خطرونو سره مخ دي.

اوچا زیاته کړه، چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې له وچکالۍ سره مخ دي او ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې طبیعي پېښو په افغانستان کې اړتیاوې زیاتې کړي دي، ځکه په هرات ولایت کې د درې اعشاریه شپږ درجې له زلزلې وروسته ۲۷۵ زره کسان بېړنیو سرپنا ځایونو ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړه، چې د 23.7 میلیونه خلکو څخه چې بشري مرستو ته اړتیا لري، بشري سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې د 17.3 میلیونه خلکو سره د اړتیا وړ خلکو سره مرستې ته لومړیتوب ورکړی.

دې دفتر اټکل کړی، چې د دوی سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر به د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو، ماشومانو او معلولینو سره د خوراکي توکو د وېش، د څښاک اوبو ته د لاسرسي د څرنګوالي، روغتیا ساتنې، ښوونې او روزنې او د زیانمنو شویو ډلو د ملاتړ په برخه کې مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو