د امریکا په تګزاس ایالت کې د ګازو د چاودنې له امله ۲۱ تنه ټپیان شوي دي
د دوشنبې په ورځ د تګزاس په یوه تاریخي هوټل کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان ټپیان شول. چارواکو وویل، چې د دوشنبې په ماسپښین په فورټ ورت ښار کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ټپیان شوي چې ښايي د ګازو د لیکې له امله رامینځته شوې او د پام وړ زیان یې اړولی دی.
تر دې مخکې چارواکو ویلي وو، چې په دغې پېښه کې یو کس ورک دی؛ خو وروسته یې یادونه وکړه چې دغه کس هم موندل شوی دی.