امربالمعروف د نجونو نیول ردوي؛ خو مجاهد نیول شوې نجونې د بې حجابۍ په عامولو تورنوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۸

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې یو شمېر نجونې د تنبیه کولو په موخه د دغې ډلې له خوا نیول شوي دي.
مجاهد ادعا وکړه، چې د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې یو شمېر ښځې د بهرنیو کړیو له خوا د بې حجابۍ د عام کولو په موخه ګومارل شوې دي.

ښاغلي مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل، نیول شوې ښځې د یو یا دوو ساعتونو لپاره حوزې ته بیول شوې او د کورنیو پر وړاندې یې له ځینو توصیو وروسته خوشې شوې دي.
د طالبانو ویاند پرته له دې چې د کوم بنسټ نوم واخلي، وویل:"ځیني بنسټونه له څېړنو پرته ټولې موضوعګانې له خواله رسنیو اوري او پرې دریځ نیسي او دا کار یې سم نه دی."
نوموړي د نیول شویو ښځو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د ذبیح الله مجاهد دغه ادعاوې په داسې حال کې کیږي، چې نن د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت پر خپلې اېکس پاڼې د حجاب د نه مراعات کولو په تور د ښځو اړوند خبرونه رد کړل او وایي، چې یو شمېر سوالګرې ښځې یې راټولې کړي دي.
د یادولو وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې امربالمعروف وزارت د کابل په بېلابېلو برخو کې د نجونو او ښځو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.

نور خبرونه

رادیو