د ولسي جرګې پخوانۍ غړې: طالبان هره افغانه ښځه مجرمه ګڼي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۸

د افغانستان د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې په کابل کې د ښځو له نیول کېدو وروسته وویل، چې طالبان هره ښځه مجرمه ګڼي چې باید خپله بې ګناهي ثابته کړي.

فوزیه کوفي وايي؛ په داسې حال کې چې د نړۍوالې ټولنې پام د غزې جګړې ته اوښتی، طالبانو د ښځو پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړی دی.

مېرمن کوفي زیاته کړه، چې د طالبانو وسلوال هره ورځ لسګونه ښځې د کابل له واټونو څخه بیايي.

اغلې کوفي زیاته کړې، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې تر زرو زیاتې ناستې شوې دي، خو ایا چا د دوحې په خبرو کې دوی کومې ژمنې کړې وې حساب اخیستی؟

د طالبانو له خوا د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ځوانو ښځو او نجونو نیول کېدل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو ډله يیزه ځورونه د بشریت ضد جنایت یوه بیلګه ده

د پخواني افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم یوه غړي بیا ویلي؛ د طالبانو له خوا د حجاب په پلمه د ځوانو نجونو نیول له ښځو سره د ډله ییزې ځورونې او د بشریت ضد جنایت یوه بېلګه ده.

محمد امین احمدي وویل؛ طالبان د خلکو سپکاوی کوي او ښيي چې اسلام د ښځو دښمن دی.

د دیني علومو دغه وتلي څېړونکي د یکشنبې په ورځ (د جدي په ۱۷ مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت کار نه یوازې دا چې د شر د مخنیوی نه، بلکې د ځینو دلایلو له مخې دا دی د شرعي بدیو یوه بیلګه ده.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کابل په بېلابېلو سیمو کې د نجونو او ښځو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.

تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دشت برچي، تایمني او خیرخانې په ګډون د ځوانانو او نجونو د ډله ییزې نیونې راپورونه خپاره شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: "دا نیول د هغې ډلې د مجازاتو په هدف شوي چې غوښتل یې بې حجابۍ ته وده ورکړي."

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه ویاند بي بي سي ته تایید کړې وه، چې دغه وزارت د کابل په لویدیځ کې یو شمېر ښځې د "بې حجابۍ" په تور نیولي دي؛ خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې څومره کسان نیول شوي دي.

په یوه قضیه کې یوې ښځینه زده کوونکې د یکشنبې په ورځ (د جدې په ۱۶ مه) په یوه ویډیو کې چې هغې د افغانستان انټرنشنل ته لیږلې، راپور ورکړ چې طالبانو د هغې ۱۹ کلنه خور نیولې ده.

هغې چې د ویډیو د ثبتولو پر مهال له نیول کېدو وېره درلوده، وویل چې د نجونو یوه ډله هغه مهال ونیول شوه چې له "ښوونځي" څخه کور ته ستنېدې.

د دغې نجلۍ په خبره؛ ټولو زده کونکو «حجاب» اغوستی و او د دوی د نیولو لامل نه دی معلوم.

نور خبرونه

رادیو