د افغانستان امریکايي پوهنتون هغو نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي چې له زده کړو بې برخې دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۸

د افغانستان امریکايي پوهنتون اعلان وکړ، چې افغان زده کونکو ته په ځانګړې توګه هغو نجونو ته چې له زده کړو بې برخې دي، د یو کال لپاره د زده کړې زمینه برابروي.

دوي وايي، چې د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې د ښځینه زده کونکو لپاره یې یو تعلیمي پروګرام چمتو کړی دی.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د هغو زده کونکو د نوم لیکنې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله نه شي کولی، چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

دغه پوهنتون د دغه ښوونیز پروګرام د پیلولو موخه د یوه لوستي کاري ځواک ساتل بللي او لیکلي یې دي: " تحصیل لرونکي کاري ځواک په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات بنسټ جوړوي".

د افغانستان امریکايي پوهنتون لیکلي، چې په دې تعلیمي پروګرام کې ژمن او د وخت پابند زده کونکو ته اړتیا ده.

دغه پوهنتون دا هم لیکلي، چې دغه پروګرام په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون اساسي ارزښتونو ته په کتو، چې پکې د بیان ازادي، کثرتیت، ازاده څېړنه، مساوي فرصتونه، فردي حقونه، زغم، شخصي، مسلکي او احترامانه چلند شامل دي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون زیاته کړه، چې دا پروګرام یوازې د هغو زده کونکو لپاره ډیزاین شوی چې په افغانستان کې اوسېږي او هغه زده کونکو چې له نورو هیوادونو څخه نوم لیکنه کوي د منلو وړ نه دي.

طالبانو په میلیونونو نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي دي او په افغانستان کې ښځې او نجونې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په (۲۹ قوس ۱۴۰۱) اعلان وکړ، چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه تر بل خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

دغې ډلې له شپږم ټولګي او تر پوهنتونه د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد داخلي اعتراضونه او په دې برخه کې د نړۍوالو فشارونه له پامه غورځولي دي.

د دې ډلې چارواکو ویلي دي، چې لا هم په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د شریعت له نظره مناسب وضعیت نه شته.

نور خبرونه

رادیو