د ښځو غورځنګ: طالبانو کابل او غزني کې مېرمنې نیولي او نړۍ دې له طالبانو سره تعامل پرې کړي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۷

د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو غورځنګ د یکشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۷ مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د وروستیو تاوتریخوالو په لړ کې په کابل او غزني ولایتونو کې لسګونه ښځې او نجونې تښتولي او یو نامعلومه ځای ته یې لیږدولي دي.

د دغې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو دغه کړنې یو ځل بیا د دغې ډلې تاوتریخجنه څېره ښودلې او دا لړۍ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د مشر د ظالمانه فرمانونو دوام ښيي.‌

د سولې او خپلواکۍ لپاره د ښځو غورځنګ وايي؛ د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند،‌ نا انساني، ظالمانه او د ټولو اسلامي او ملي اوصولو خلاف دی.

دغه غورځنګ په دې باور دی، چې طالبان دغه کړنې د خلکو ترمنځ د ویرې د خپرولو په موخه کوي او له خلکو غواړي، چې د طالبانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او اجازه ورنه کړي چې خوېندې، مېندې او لوڼې یې د بې اساسه تورنو له مخې د طالبانو په بند کې پاتې شي.

په اعلامیه کې راغلي:‌ "له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو چې لږ تر لږه دا ځل دې د اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي او د عملي اقداماتو په ترسره کولو سره دې د طالبانو سره له تعامله لاس واخلي.‌"

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل په ایکس خواله رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي‌، چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د برمته کولو په اړه د ځینو سیاستوالو، قومي مشرانو او دیني عالمانو چوپتیا نه یوازې دا چې په دغه تاریخي جنایت کې د شریکیدو په معنا ده، بلکې د افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره یو ډول خیانت هم دی.

هغه وايي؛ دا چوپتیا، د ټولو اخلاقي، بشري، اسلامي او افغاني معیارونو خلاف کار دی.

د ځینې عینې شاهدانو په وینا؛ په دې وروستیو کې طالبانو لسګونه مېرمنې د حجاب د نه مراعاتولو او نورو پلمو له مخې نیولي او د دغه کار په اړه یې تر اوسه په رسمي توګه هېڅ معلومات نه دي وړاندې کړی.‌

نور خبرونه

رادیو