طالبانو د یکشنبې په ماښام د کابل په خیرخانه کې د ښځو یوه ډله "نیولې" ده

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۷

د کابل ښار يو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په رالیږلو سره ویلي، چې طالبانو د مرغومې په ١٧مه، د يکشنبې په ماښام د خيرخانې په سيمه کې يوه ډله مېرمنې نيولې دي.

په رالیږل شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې یوه ډله مېرمنې د طالبانو د یو رنجر موټر په باډۍ کې کینول شوي او یو طالب جنګیالی هم ورته ولاړ دی.

د ویډیو رالیږدونکي ویلي، چې طالبانو دغه مېرمنې د هوټل پروان او ګولايي پارک سیمو ترمنځ نیولي دي.‌

د دغو مېرمنو د نیولو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو تر دې وړاندې طالبانو د کابل په دشتې برچي سیمه کې یو شمېر مېرمنې د دوی له خوا د ټاکل شوي حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې وې.

طالبانو په خیرخانه کې د نیول شویو میرمنو په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.‌

یو شمېر مېرمنې د طالبانو له خوا رینجر موټر ته د پورته کېدو په حال کې

د بشري حقونو ملاتړو ډلو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې د دوی له خوا نیول شوې میېرمنې بې له قید او شرطه خوشې کړي او پر ښځو لګیدلي محدودیتونه پای ته ورسوي.‌

نور خبرونه

رادیو