"معترضي مېرمنې د خپلو حقونو د غوښتلو له امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي"

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

په کندز کې د یوې اعترض کوونکي مېرمنې تر ځان وژنې وروسته د «فریدم ناو» په نوم د بشري حقونو يو بنسټ ویلي، چې معترضې ښځې د خپلو حقونو د غوښتلو له امله د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخامخ دي.

د دغه بنسټ له خوا په ایکس خواله رسنۍ کې په خپور شوي یو پیغام کې، د مدني فعالانو د ژوند پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

«فريدم ناو» بنسټ ویلي چې کندز کې د یوې میرمنې د ځان وژنې په اړه یې رپوټونه ترلاسه کړي او دغې پیښې ډیر خواښیني کړي‌ دي.‌

د افغانستان د ښځو د پيوستون غورځنګ مسولينو د جمعې په ورځ - مرغومۍ ۱۵ مه - ومنله، چې د غورځنګ يوې غړې په کندز کې ځان وژنه کړې ده.

د دې غورځنګ چارواکي وايي، چې ۲۱ کلنه بي بي ګل د طالبانو د واک په لومړيو کې بندي شوې وه او له بنده تر خوشې کېدو وروسته یې « تل د ځان وژنې فکر کاوه.»

بي بي ګل د جمعې په ورځ - مرغومې ۸ مه - د ځان وژنې په هڅه ځان یوې څاه ته وراچولی و او د کوما په حالت کې له څاه بیرته راوستل شوې وه،‌چې دوه ورځې وروسته یې د کندز په سیمه ییز روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.‌

د غورځنګ په وینا بي پي ګل د طالبانو له واکمند کیدو وروسته د دغې ډلې په وړاندې په یو لاریون کې د ګډون له امله له ځینو نورو میرمونو سره یو ځای د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې نیول شوې وه.‌

د دغه غورځنګ يوې غړې سارا همدم (مستعار نوم)، چې له بي بي ګل سره يې نژدې اړيکې درلودې وايي، چې نوموړي له زندان وروسته او د طالبانو له بندیوزونو سره د مخامخ کیدو پر مهال، په پرله پسې ډول «د ځان وژنې فکر کوه.»

اغلې همدم وايي، چې بي بي ګل د طالبانو له واکمنېدو مخکې په کندز کې له ۱۲ ټولګي فارغه شوې وه؛ خو وروسته له هغه، چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې، هغې نه شو کولای د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي او پوهنتون ته لاره پیدا کړي.

د بي بي ګل کورنۍ او په کندز کې طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فریدم ناو د امریکا په واشنګټن ډي سي کې میشته یوه غیر انتفاعي ټولنه ده چې د حکومت له جبر څخه د افرادو او ټولنو د ساتلو لپاره کار او د مستقیم قانوني ملاتړ له لارې د بشري حقونو دفاع کوي.

نور خبرونه

رادیو