د عراق عین الاسد سیمه کې امریکايي اډې ته څېرمه چاودنه شوې
د الجزیرې شبکې د عراق د عشایري د ځواکونو له یوې سرچینې خبر ورکړی، چې د البغدادي په سیمه د امریکا د اډې سره نږدې په عین الاسد کې زوروره چاودنه شوې. ویل کېږي، چې دغې چاودنې زیات زیانونه هم اړولی دي؛ خو په دې اړه لا نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په ورته مهال د عراق لومړي وزیر ویلي، چې د داسې یوې دوه اړخیزې کمیټې په جوړښت غور کوي چې له مخې به یې په عراق کې د ټلوالې شتون د تل لپاره ختم کړي.