د روسیې ولسمشر بهرنیو قراردادي سرتېرو ته د روسیې د تابعیت ورکولو فرمان لاسلیک کړ

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د "ځانګړو عملیاتو" په ترڅ کې د روسیې د پوځ له خوا د قرارداد شويو بهرنیو وګړو ته د دغه هېواد د تابعیت ورکولو فرمان لاسلیک کړ.

روسیه چې پر اوکراین د روسیې د پوځ برید یو "ځانګړي عملیات" بولي؛ هغو بهرنیانو ته د دې هېواد د تابعیت د ورکولو خبره کوي، چې په دغو عملیاتو کې یې له روسي ځواکونو سره برخه اخیستې وه.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي فرمان له مخې؛ هغو بهرنیانو چې د روسیې په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې وه؛ د دغه هېواد تابعیت به ورکړل شي.
ولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړ، چې پر اساس یې هغه بهرنیان چې د روسیې پوځ وسله والو ځواکونو سره یې د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تړون لاسلیک کړی، کولی شي د دغه هېواد د تابعیت غوښتنه وکړي.
د دغه فرمان له مخې؛ د دغو پوځیانو کورنۍ هم کولی شي، چې د روسیې تابعیت تر لاسه کړي.
د دغه فرمان په امتیازاتو کې هغه بهرنیان هم شامل دي، چې د عمر له پوره کېدو وروسته یې د روغتیايي دلایلو له امله د دغه هېواد د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له خدمت څخه وتلي دي.