د ایران د کرمان امنیه قومندان په دغه ښار کې ډزې رد کړې
د ایران د کرمان ولایت امنیه قومندان له تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه ښار کې د ډزو کیدل رد کړل. محمد علي نظري وویل، چې بشپړ امنیت ټینګ دی او د قاسم سلیماني د څلورم تلین پروګرام د خلکو په پراخ حضور سره روان دی.
تر دې وړاندې یو شمیر سرچینو په دغه ښار کې د ډزو خبر ورکړی و.
د چهارشنبې په ورځ د قاسم سلیماني د څلورم تلین په لمانځغونډه کې د هغه قبر ته نږدې څو چاودنې وشوې.
د دغې پیښې د تلفاتو کره شمیرې روښانه نه دي.
مخکې ویل شوي و چې په دغو چاودنو کې ۱۰۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی خو وروسته بیا د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې په دې پيښه کې ۸۴ کسان وژل شوي دي.