په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۲ ته لوړ شوی دی
د جاپان د ايشیکاوا سیمې سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ تنو ته رسېدلی دی. د چارواکو په وینا؛ په زلزله کې تر ۳۰۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي.
په زلزله ځپلو سيمو کې اوس هم د خلکو د لټون او ژغورنې عمليات روان دي.
په جاپان کې د دوشنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۷.۶ درجې زلزله وشوه، چې وروسته لسګونه نورې سختې زلزلې هم وشوې.
د زلزلې له امله په سلګونه کورونه نړېدلي او د تګ راتګ لارې هم د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.