د کابل لویدیځ کې ځینې نجونې د طالبي حجاب د نه مراعتولو په تور ونیول شوې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو یو شمېر نجونې د دوی د خوښې د حجاب نه مراعتولو په تور د کابل په لویدیځ کې نیولې دي.
یو شمېر سرچینې وایي، چې دغه نجونې د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۱مه) د کابل په دشت برچي، پل خشک او د کابل ښار په یو شمېر سوداګریزونو مرکزونو کې نیول شوې دي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو تېره ورځ دشت برچي ته نېږدې سیټي واک سوداګریز مرکز کې څو نجونې د دوی د سترګو په مخ کې ونیولې.
طالبانو بیا د دغو ادعاو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بې حجابۍ په پلمه پر ښځو فشارونه زیات کړي دي.
دغې ډلې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د ټولو روزنیزو مرکزونو مسوولانو ته خبرداری ورکړی، چې دغو مرکزونو ته دې د هغو نجونو د ورتګ مخه ونیسي چې د دوی د خوښې حجاب یې مراعات کړی نه وي.
هڅه مو وکړه، د یو شمېر روزنیزو مرکزونو د مسوولانو نظر هم واخلو؛ خو دوی سره له دې چې د طالبانو دغه کړنه رد نه کړه د طالبانو له وېرې یې له څه ویلو ډډه وکړه.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت چې ډېری د ښځو پر وړاندې فرمانونه صادروي، د حجاب مساله د دې وزارت لپاره یو مهم اصل ګڼل کیږي.

نور خبرونه

رادیو