د ترکیې پولیسو ۳۳ تنه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه د اسراییل استخباراتي ادارې "موساد" ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ۱۳ نورو تښتېدلو مشکوکو کسانو د نیولو عملیات دوام لري.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۲مه) اعلان وکړ، چې دغه کسان په ۵۷ ادرسونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د تركيې د كورنيو چارو وزير زياته كړه، چې دغه امنيتي عمليات د استانبول د عمومي څارنوالۍ د تروريزم او سازمان شويو جرمونو د څېړنې په چوكاټ كې د استانبول په اتو ولايتونو كې د ۴۶ تنو تورنو كسانو په وړاندې د مرکزي څارنې لاندې ترسره شول.
د اناتولي دولتي خبري اژانس د راپور له مخې؛ د څېړنو په پایله کې د موساد هدف د بشري فعالیتونو تر نامه لاندې په ترکیه کې د بهرنیو اتباعو پېژندنه، تعقیب، برید او تښتول وو.
د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییل تر منځ د شخړو له پیل وروسته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ اړیکې هم بدلې شوې.
د ترکیې ولسمشر تېره اونۍ د اسراییل لومړی وزیر له هټلر سره پرتله کړ او څو ساعته وروسته یې بنیامین نتنیاهو رجب طیب اردوغان د کردانو په نسل وژنې او د خبریالانو په نیولو تورن کړ.