رویټرز: په بیروت کې د اسراییل په برید کې د حماس یو جګپوړی چارواکی وژل شوی

رویټرز خبر ورکړی، چې د حماس یو جګپوړی چارواکی صالح العاروري د سې شنبې په شپه (د جنوري دویمه) د بیروت په جنوب کې چې د لبنان د حزب الله د متحدې وسله والې ډلې مرکز دی، د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

العاروري د حماس په سیاسي دفتر کې یو لوړ پوړی چارواکی او د قسام لواګانو پوځي څانګې بنسټګر هم و، چې د اکټوبر په اوومه یې د اسراییل په خاوره کې وژونکی برید ترسره کړ.

تېر کال امریکا د هغه د پېدا کولو لپاره ۵ میلیونه ډالره ټاکلي وو.

حماس د الاقصی راډیو له لارې د العاروري وژنه تایید کړه.

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الشرق وویل چې دا یو "بزدلانه وژنه" ده.

په برید کې د صالح العاروري په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.