طالبان له څادرۍ پرته مېرمنو ته د روغتیايي بستونو په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۱

د طالبانو د ازموینو ملې ادارې په روغتیايي بستونو کې د ټاکل کېدو ازموینې لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه پیل کړې؛ خو دې ادارې ټینګار کړی؛ هغه ښځې چې د طالبانو له خوا د ټاکل شوی حجاب مراعات نه کړي، په دې ازموینه کې د ګډون حق نه لري.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه د ښځینه داوطلبانو لپاره د طالبانو له خوا تصویب شوي حجاب په توګه د ابي څادرۍ عکس خپور کړی.

د طالبانو د ملي ازموینو ادارې ویلي، چې د روغتیايي بستونو کې د ټاکل کېدو په ازموینه کې د ګډون لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې او بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر د دوشنبې په ورځ پیل شوی او تر چهارشنبې پورې به دوام وکړي.

د دې رياست د خبرپاڼې پر بنسټ؛ په دې ازموينه کې د ګډون لپاره به شاوخوا پنځه زره کسان نوم ليکنه وکړي.

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د جنسیت له مخې د نوماندانو د نوم لیکنې لپاره دوه جلا ځایونه په پام کې نیولي دي.

کابل پوهنتون د سړو لپاره او د غضنفر ښوونیز انستیتوت د ښځینه نوماندانو لپاره.

په تېرو دوو کلونو کې له پراخو غبرګونونو سره - سره طالبان له کوره بهر د ښځو حجاب څاري او هغه مېرمنې چې د دوی د خوښې حجاب نه مراعاتوي ورته خبرداری ورکوي.

طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او امر یې کړی، چې ښځې دې رستورانټونو، پارکونو، سینماګانو، لوبغالو او عامه حمامونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او له شرعي محرم پرته دې له کوره نه وځي.

نور خبرونه

رادیو