د غزې پر جګړې د اسراییل ۱۸ میلیارده ډالره لګښت راغلی دی
واشنګټن پوست د یوه راپور په خپرولو سره د څو اقتصادي کارپوهانو د اټکل له مخې لیکلي، چې د غزې پر جګړې په ورځ کې ۲۲۰ میلیونه ډالره مصرف راځي، چې تر اوسه پورې ۱۸ میلیارده ډالره پرې لګېدلي دي.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې یاده ارزونه د «اسراییل بانک» پخواني مرستیال او د رایشمن پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د هغه د همکارانو له خوا شوې ده.
د دغې ارزونې له مخې؛ ښايي دغه لګښت د نوي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
واشنګټن پوسټ لیکي، چې ځینې اقتصاد پوهان د دې جګړې پایلې د اسراییل اقتصاد ته د کرونا د پایلو له لګښت او زیانونو سره پرتله کوي او ځینې نور بیا وايي، چې د دغې جګړې اقتصادي تاوان به د اسراییل لپاره د کرونا ناروغۍ له اقتصادي پایلو څخه هم بدترې وي.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ غزې ته بیا اقتصادي لګښت په داسې حال کې چې په ښکاره توګه ویجاړونکی دی، تر اوسه پورې محاسبه شوی نه دی.
د اسراییل د حکومت مالیاتي عواید هم په بې ساري ډول کم شوي او د واشنګټن پوسټ په وینا ښايي د دغه هېواد د اعتبار درجه هم زیانمنه شي.
د اسراییل بانک د راپور له مخې؛ د دغه هېواد ناخالص کورنی تولید به راټیټ شي او په ۲۰۲۳ کال کې د اسراییل اقتصاد د درې سلنې ودې پخوانۍ وړاندوینه په ۲۰۲۴ کال کې یو سلنې ته راټیټه شوې.
نیویارک ټایمز بیا د شنبې په ورځ په یوه راپور کې د څو پخوانیو او اوسنیو اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي، چې د اسراییل پوځ د حماس له خوا د احتمالي لوی برید د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نه لري.
د یادولو ده، چې د غزې په جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان او زرګونه فلسطینیان وژل شوي دي.