خامنه یي: په غزه کې د درې میاشتني مقاومت علت د مقاومت جبهې شتون دی

د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر علي خامنه يي په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نیابتي ډلو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

علي خامنه یي د سپاه پاسداران له قوماندان اسماعیل قااني څخه وغوښتل؛ څو د مقاومت جبهې د پیاوړتیا کرښې ته دوام ورکړي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ د مرغومې په لسمه نېټه د سپاه پاسداران له عمومي قوماندان حسین سلامي، قااني او د قاسم سلیماني له کورنۍ سره په کتنه کې وویل: "په غزه کې د درې میاشتیني مقاومت علت د مقاومت جبهې شتون دی."
ایران د غزې او اسراییل په جګړو کې ښکیل بلل کیږي او له پراخو غبرګونو سره مخ دی.
سره له دې، چې د اسراییل پر ضد د حماس د عملیاتو له پیل راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د دغو بریدونو ملاتړ کړی؛ خو ټینګار کوي چې دوی په دې جګړه کې مستقیم رول نه لري.
اخوا د دغو جګړو په درشل کې امریکایي رسنۍ وال سټریټ ژورنال بیا د ځینو سرچینو له قوله لیکلي، چې د اکټوبر په اوومه د اسراييل پر ضد د حماس له عملياتو يوه مياشت مخکې شاوخوا ۵۰۰ حماسي جنګیالیو ته د سپاه پاسدارانو له خوا روزنې ورکړل شوې وې.
امریکايي او اروپايي چارواکو بیا په خپلو بېلا بېلو څرګندونو کې ویلي دي، چې دوی داسې باوري سرچینې نه دي موندلي چې وښيي ایران په دې عملیاتو کې لاس درلود.
د یادولو ده، چې په اسراییل د حماس له برید وروسته کابو ۱۴۰۰ اسراییلي او بهرنیان وژل شوي دي او له بلې خوا په غزې باندې د اسراییل په برید کې تراوسه نېږدې ۲۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.