پولنډ وایي، د روسیې یو توغندی د دوی هوایي حریم ته ننوتی
د اوکراین پر ښارونو د روسیې د پراخو بریدونو سره هممهاله پولنډ خبر ورکړ، چې یو روسي توغندی د دوی هوایي حریم ته داخل شوی. له دغې پېښې وروسته د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د روسیې سفیر احضار کړ.
د پولنډ د پوځ لوی درستیز ویلي، دغه توغندی چې د اوکراین له پولو پولنډ ته داخل شوی له درېیو دقیقو وروسته د پولنډ له هوایي حریمه وتلی دی.
دغه ځواکونو زیاته کړې، چې توغندی په دغه وخت د پولنډ او د دوی د متحدینو په رادار سیسټمونو کې څېړل شوی او هوایي دفاعي ځواکونه هم د تیار سئ په حال کې وو.
له دې سره سم د روسیې ریانووسټي خبري اژانس په پولنډ کې د دغه هېواد د سفیر له خولې لیکلي، چې وارسا د مسکو لهخوا د دوی د هوایي حریم د سرغړونې په تړاو کوم سند نه دی وړاندې کړی.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، که داسې ورته یوه پېښه بیا تکرار شي؛ نو دغه هېواد به چټک غبرګون وښيي.
تر دې وړاندې اوکرایني چارواکو د دغه هېواد په ښارونو د روسیې له پراخو بریدونو خبر ورکړی و.