امریکا د سره سمندرګي په سویل کې د حوثیانو یو بالستیک توغندی له منځه یووړ
د امریکا مرکزي قومندانۍ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د یو اېس اېس مېسون یو ویجاړوونکي د سره سمندرګي په سویل کې حوثیانو یو بالستیک توغندی له منځه وړی دی. ویل شوي، چې په دغه برید کې په ۱۸ کښتیو کې یوه یې هم زیانمنه شوې نه ده.
دا د تلې له ۲۷مې راهیسې په سره سمندرګي کې پر کښتیو د حوثیانو ۲۲م برید و.
تر دې وړاندې د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ، چې خپلې د یو اېس اېس باتان او ناو اېس اېس کارټر هال یرغلیزې بېړۍ یې د سره سمندرګي څخه د مدیترانې ختیځو څنډو ته لېږدولې دي.
په تېرو اونیو کې په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتبو د حوثیانو بریدونه ډېر شوي.
دغې ډلې اعلان وکړ، چې اسراییل ته اړوندې ټولې کښتۍ یې په نښه کړې دي.
د یمن حوثیانو دغه بریدونه د فلسطین د خلکو په ملاتړ ترسره کړي دي.