په ګردېز ښار کې د ښځو په مشرۍ يو کلينيک پرانيستل شو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۶

فرانس پريس خبري اژانس د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې د ښځينه کارکوونکو په مرسته د يوه ولادي کلينیک د پرانيستلو خبر ورکړی.

دغه کلینیک د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مرسته جوړ شوی، چې هره ورځ د لسو مېرمنو د زېږون خدمات په کې وړاندې کېږي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس محمد منصور وویل؛ دا ډول کلینیک چې د «شریعت د اصولو» او روغتيا پر بنسټ جوړ شوی، په ډېرو ولایتونو کې نه شته.

افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د تازه شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې ۶۳۸ښځې مري، په داسې حال کې چې په فرانسه کې دا شمېره ۸ مېرمنو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر ترژ واتردال وايي، چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځو د مړينې شمېره ۵ زرو ته رسيږي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه غواړي د افغان مېندو د مړينې د مخنيوي لپاره د افغانستان په څلورو نورو ولايتونو کې هم ورته کلينيکونه جوړ کړي.

په کابل کې د یوې غیر دولتي روغتيايي موسسې د روغتیا همغږي کوونکي نورخانم احمدزي وویل، په افغانستان کې د روغتيايي سیسټم سقوط د دې لامل شوی، چې روغتيايي اسانتياو ته نه لاس رسي د زېږون پرمهال د زياتو مېرمنو د مړينې سبب شوی.

هغه وایي، چې په روغتونونو کې د هر زېږون بيه شاوخوا دوه زره افغانۍ ده او مېرمنې د اقتصادي ستونزو له امله په کور کې زېږون تر سره کولو ته زړه ښه کوي.

په افغانستان کې د زېږون د نادولتي روغتيايي موسسو د شمېرو له مخې؛ ۴۰ سلنه افغان مېرمنې په کورنو کې زېږون کوي؛ خو په لرې پرتو سېمو کې دا شمېره ۸۰ سلنه ته رسېږي.

د دې سازمانونو په خبره؛ د امندوارو مېرمنو ژوند هغه وخت له خطر سره مخ کېږي، کله چې خاوند او يا مېرمن په روغتون کې له بستر کېدو څخه انکار وکړي.

مېرمنو ته د زېږون پر مهال روغتياپالانو ته د بدن ښکاره کول «شرم» يو له هغو لاملونو څخه دی، چې ښځې د خوندي زېږون لپاره روغتيايي مرکزونو ته نه ځي.

د غيرې دولتي موسسو پر فعاليتونو د طالبانو محدويتونه هم يو له هغو خنډونو څخه دي، چې د مېرمنو روغتيا او زېږون ته يې د دوی لاس رسی اغېزمن کړی دی.

د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر وايي، طالبان غواړي ګرځنده روغتيايي ټيمونه بند او ځان ترې خلاص کړي ځکه دغه ډله نه شي کولی د امیدوارۍ مخنيوی لپاره روغتيايي پيغامونه کنټرول کړي.

په افغانستان کې د بې سرحده داکټرانو مشر فيليپه ربیبيرو فرانس پريس اژانس ته وويل: « په دې ورځو کې د يوې مېرمنې لپاره د زېږون مخکې او وروسته پاملرنې ته لاسرسی نور هم پېچلی شوی دی.»

د ښاغلي ريبيرو په وينا؛ د افغانستان د روغتيايي سیستم د سقوط، د مرستندويه د همکارۍ بندېدل او ښځینه روغتياپالانو دندې پرېښودل په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو د کچې د لوړېدو لامل ګرځېدلې.

نور خبرونه

رادیو