په سور سمندرګي کې کراچۍ ته په تلونکې کښتۍ برید شوی دی
د کښتۍ خاوند په یوه بیان کې ویلي، یوه کانټینر کښتۍ چې د سعودي عربستان له پاچا عبدالله بندر څخه د کراچۍ بندر ته روانه وه، د سه شنبې په ورځ په سور سمندرګي کې د یمن د حوثي اورپکو لهخوا په نښه شوه؛ خو تلفات نه لري.
د مدیترانې د بېړیو شرکت وویل، چې یونایټېډ اته د سه شنبې په ورځ د سور سمندرګي څخه د تګ پرمهال په نښه شوه.
دغه شرکت وویل:« ټول خوندي دي، لاتراوسه د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی او په دې اړه څېړنې او ارزونې لاهم روانې دي.»
حوثي اورپکو ادعا کړې، چې کښتۍ یې په توغندي ویشتلې.
په یوه جلا بیان کې د اسراییل پوځ ویلي، چې د دوی الوتکو په سور سمندرګي کې د "دښمن د هوايي هدف" مخه ونیوله؛ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
په وروستیو اونیو کې حوثي اورپکو په سور سمندرګي کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو تر سلو زیات بریدونه کړي دي.
د اکټوبر په اوومه د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې، د سره سمندرګي په کښتیو بریدونه لوی شرکتونه دې ته اړ اېستل، چې د سویلي افریقا په څنډو کې خپلې کښتۍ بېرته وګرځوي.
د شنبې په ورځ بې پیلوټه الوتکې یوه کښتۍ چې له سعودي عربستانه هند ته روانه وه د هند د ګجرات ایالت په سواحلو کې زیانمنه کړه؛ خو هیڅ ځاني زیان یې نه دی اړولی.
دوه سمندري ادارو ویلي، چې دغه سوداګریزه کښتۍ له اسراییل سره تړاو لري.
د سه شنبې په ورځ هند هم په نوي ډیلي کې د اسراییل سفارت ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړ.