متقي: موږ د کډوالو د بېرته راستنېدو د اسانولو لپاره د اقتصادي پرمختګ په لټه کې یو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې له څلورو لسیزو اوږدو جګړو وروسته اوس د دوی موخه دا ده، چې د اقتصادي امکاناتو او د ژوند معیارونو په لوړولو سره افغان کډوالو ته د بېرته رابللو لپاره زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ایران ته د خپل سفر پر مهال یو شمېر رسنیو ته ویلي،‌ چې د ۴۵ کلونو لپاره افغانستان له جګړو سره مخامخ و او له همدې امله ځینې افغانانو بهرنیو هېوادونو ته پناه وړې وه.

نوموړي وايي: "موږ په کلکه هڅه کوو< چې د ژوند شرایط ښه کړو، خپل اتباع وهڅوو چې په خپلواکه توګه بېرته افغانستان ته راستانه شي."

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو له کډوالو د ملاتړ له امله ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی هڅه کوي چې افغان کډوال په باغزته توګه هېواد ته راستانه کړي.‌

متقي زیاته کړه: "موږ د هغو هېوادونو له سخاوت څخه ستاینه کوو، چې زموږ اتباعو ته پناه ورکوي. زموږ هدف دا دی چې خپل وطن ته د افغان کډوالو د تدریجي او باعزته راستنېدو لپاره لاره هواره کړو."

د رسمي شمېرو له مخې؛ اوسمهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه کړې، چې له دغه هېواده به افغان بې اسنادو کډوال وباسي، چې تر اوسه نېږدې نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

بل خوا ترکیه هم په دغه هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو پر وړاندې کلک دریځ لري او ګڼ کډوال یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو