ملګري ملتونه وايي، په غزه کې تر نیم میلیون ډېر خلک وږي دي
ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې غزه تړانګه کې تر نیم میلیون ډېر خلک د خوراکي توکو د کمښت له امله وږي دي.
په ورته وخت کې، د اروپايي اتحادیې دوو لوړ پوړو چارواکو ویلي دې «ژور ټکان» ورکړی چې د غزې ټول نفوس د خوراکي توکو د شدید خوندیتوب له خطر سره مخ دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل او د اروپايي اتحادیې د بحران د مدیریت د کمیسیون غړي یانز لنارچیچ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: « دا یو جدي تحول دی او باید ټولې نړۍ ته د خطر زنګ و اوسي چې د وژونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره سر له اوسه عمل وکړي.»
په ورته وخت کې، فلسطیني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د اسراییل په بریدونو کې د مړو شمېر له ۲۰ زرو څخه ډیر شوی.
دا شمېره چې د غزې د جنګ څخه دمخه د نفوس نږدې یوې سلنې ته رسیږي، د جګړې د سر سخت زیان ښيي.
د غزې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ ، چې د ۲۰ زرو ۵۷ کسانو مړینه یې مستند کړې ده.
دغه وزارت مخکې ویلي وو چې د وژل شویو کسانو دوه پر دریمه برخه ښځې او ماشومان دي.